هلمند؛ بهرامچه ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د بهرامچه ولسوالۍ په مرکزي ورزشي لوبغالي کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ اختريزې سيالۍ، چې ۱۲ ورځې مخکې پيل شوې وې د طوفان آريانا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د طوفان آريانا او سپين غر لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه طوفان آريانا لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۲۰۳ منډو هدف کېښود، په ځواب کې سپين غر لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۸ منډې وکړې او لوبه يې د ۵ منډو په توپير وبايلله.
