د غزني مرکز کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د اشي هارا کراټې ټاکنيزې سيالۍ وشوې
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اشي هارا کراټې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د اشي هارا کراټې نولسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ په بېلابېلو وزني او عمري کټګوريو کې ترسره شوې، په پايله کې ۴۰ تنه د غزني ولايت د اشي هارا کراټې منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د يادو سياليو موخه د غزني ولايت د اشي هارا کراټې منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
