پکتيکا؛ سروبي ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

org2_admin
Sat, Jun 06 2026 3:21 PM
پکتيکا؛ سروبي ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سروبي ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د عيد مرجان منگاروټي او خان پاسني لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه خان پاسني لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۸۶ منډو هدف کېښود، په ځواب عيد مرجان منگاروټي لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ياد هدف ترلاسه نه کړ او لوبه يې د ۵۴ منډو په توپير وبايلله.

دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS