لوگر؛ چرخ ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د لوګر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چرخ ولسوالۍ کې له مرکز او ولسواليو څخه د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې هاشمي لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې خپلې سیالې سره لمبه لوبډلې ته د ۱۰۳ منډو هدف وټاکه په مقابل کې سره لمبه لوبډلې ياد هدف ترلاسه کړ او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د ټېپ بال کرېکټ ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و.
