جوزجان؛ اقچه ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ وشوې
د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اقچه ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پایله کې د پنځو جوړو لوبې مساوي او ۳۵ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د يادو سياليو موخه د پهلوانۍ ورزش ته وده ورکول و، د سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
