تخار؛ کلفګان ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سیمه ييزې سيالۍ پای ته ورسېدې
د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کلفګان ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سیمه ييزې سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پایله کې ۳۵ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه دوديزو لوبو ته وده ورکول او د خلکو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې درې ورځې يې دوام وکړ.
