په اس د سپرلي کولو روغتیایي او اروایي ګټې

Anonymous (not verified)
Sun, Jan 16 2022 11:15 AM

ژباړه: نوید صهیب

د موټرونو له اختراع او د بشر له ننني تمدن څخه وړاندې آسونه د سپرلي کولو، لېږد رالېږد لپاره تر ټولو ډیره دودیزه چاره وه. دا ځکه چې اس د نورو حیواناتو په پرتله د تکلیف او سختۍ زغملو ډير تاب لري او د منډې په تېزوالي کې هم تر نورو ژویو ډير مخکښ او چټک دی. آس له خپلې مالک سره ډيره مینه او وفاداري کوي او کولی شي له انسان سره ډيره عمیقه اړیکه جوړه کړي.

له ډيرو پخوا زمانو څخه آس په جنګونو کې ډير مهم وُ، د جګړې په مهال د آس سپرلي له دښمن څخه د سړي د لوړ ساتلو او چټکې منډې په وجه ډيره د اهمیت وړ ده. خو کله چې د آسونو ځای نویو او موډرنو وسایلو، موټرونو، موټرسایکلونو... ونیو، د آسونو سپرلي یا ساتل د یو شوق او ذوق په بڼه پاتې شول. اوسنۍ نړۍ کې د اس ځغلونې ځانګړې سیالۍ ترسره کيږي او د نړیوال المپيک په قطار کې یوه

په اس د سپرلي کولو روغتیایي او اروایي ګټې

په زړه پورې لوبه بلل کيږي او پکې شامله ده.

د اسونو ډولونه: اسونه په نړۍ کې بیخي ډیر ډولونه لري چې هره ډله او نسل یې بیا بیلې بیلې ځانګړنې او صفتونه لري. د رنګونو، جوسې، د پښو اوږدوالی، ظاهري بڼې، د منډې تېزوالي، زغم او د ژوند کولو د سیمې له مخې د اسونو ترمنځ تمیز کيږي.

لکه د بېلګې په توګه عربي اس چې د غټوالي، پياوړتیا او په سختو حالاتو کې د تتاب درلودلو له مخې د نړۍ له لسو غوره اسونو څخه ګڼل کیږي. دې ځانګړنو ته په کتو یې په سختو جګړو له همدې اسونو کار اخیستل کیږي.

د انسان د بدن او عقل لپاره د اس ځغلونې ګټې:

د انسان د بدن او دماغ لپاره د اس سپرلي کول ګڼې ګټې لري چې له ډيرو پخوا زمانو تر څیړنو لاندې نیول شوې.

ـ د ځینو ناروغیو لکه مغزي فلج او بارکنسون په درملنه کې فعاله ونډه لري.

ـ کله چې د سپرلي په وخت د اس په شا د منظم کېناستو او تمرکز هڅه کيږي او بدن یو ټولیز حرکت پیدا کوي له دې سره د وینې جریان چټک او منظم کیږي.

د انسان د ذهني تمرکز قوه ورسره پیاوړې کیږي، د وینې شریانونه فراخوي.

ـ په اروایي لحاظ له انسان په ځان باور زیاتوي، او په سختو حالاتو کې د ثبات او صبر خوی ورسره پیدا کیږي.

ـ د بدن د وزن په کنټرول کې فعاله ونډه لري، په بدن کې اضافي چربي او وازدې ورسره ویلې او په مصرف رسیږي، د هضمي سیستم چټکوالي او روغتیا ته هم اغېزمن بلل شوی.

ـ له مفاصلو سره تړلي دردونه سپکوي. د اس ځغلونې له لارې د هغه ناروغانو درملنه شونې ده چې د ملا په تیر کې ستونزه ولري یا د زړه حمله ورباندې راځي.

د اس ځغلونې ګټې یوازې د انسان تر بدني روغتیا پورې محدودې ندي؛ بلکې د انسان په عقلي او اروایي روغتیا کې هم فراخه ونډه لري.

له عاطفي اړخه انسان د د روحي سکون، خوش تبعۍ، خوشباوري او نېک پالۍ احساس ورکوي. د اس او اس ځغلونکي ترمنځ داسې ژوره اړیکه جوړیږي چې اس ځغلوونکی خپل اس ته د یوه ښه او وفادار ملګري ګومان کوي او په شتون کې يې د یوازېتوب او خفګان احساس ورسره سپکيږي.