ننگرهار کې د چپرهار ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ دويم پړاو سيالۍ پيل شوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د چپرهار ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د څپرو حسنزي او کنډي باغ ښوونيز مرکز لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه څپرو حسنزي لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۷۱ منډو هدف کېښود، په ځواب کې کنډي باغ ښوونيز مرکز لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۱۸ منډې وکړې او لوبه يې د ۵۳ منډو په توپير وبايلله.
د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا دوې مياشتې دوام وکړي.
