تخار؛ مرکز تالقان کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ د اميد تغير اکاډمۍ د مسوولینو له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د اميد تغير اکاډمۍ د فوټبال پيش فصل سيالۍ پای ته ورسېدې، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.
دغه سيالۍ د ۱۰ څخه تر ۱۸ کلنو ورزشکارانو په عمري کټګوريو ترسره شوې، چې په پايله کې اف سي اکاډمي، خورشید اکاډمي او اتحاد اکاډمي د زياتو امتيازونو په ترلاسه کولو سره د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.
د يادو سياليو موخه د نويو ځوانانو او ځوانانو ترمنځ د فوټبال لوبو ته وده ورکول و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
