افغان ورزشکارانو د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې درې نور مډالونه هم وګټل
د رزمي ورزشونو اسیایي سیالو ته د لار موندنې سیالیو کې نصرت جلالي، واصل مردان او احمد رضا ایماق د برونزو مډالونه وګټل.
تر دې وړاندې یادو سیالیو کې سمیع الله حمیدي د سپینو زرو او پرویز کاپیسا وال د برونزو مډال کټونکي شول.
په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازولۍ ۱۳ ورزشکاران ۴ روزونکي او یو هیئت ګډون لري.
یادې سیالۍ د ۲۳ هېوادونو په ګډون د ازبکستان هېواد په کوربهتوب په تاشکند ښار کې د روانې میلادي میاشتې پر ۲۲مه پیل شوي او نن ( د مې ۲۴مه) پای ته ورسېدې.
