خوست کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د نجیب تلاش e& زرغون وطن جام والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري او د نجیب تلاش خیریه بنسټ، e&مخابراتي شرکت، میلاد سټیل او مومن ګروپ په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز اړوند شیخ زاید ورزشي جمنازیوم کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د زرغون وطن جام والیبال سیالۍ د سرې میاشتې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې سرې میاشتې لوبډلې د ۳ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې میلاد سټیل لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې لس ورځې یې دوام وکړ.
