ميدان وردگ کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Sun, May 24 2026 9:21 AM
ميدان وردگ کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د پهلوانۍ ملي فدراسيون له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې له پنځو ولايتونو ۵۰۰ پهلوانانو ترمنځ د "مڼې گل" په نوم د پهلوانۍ لومړی پړاو سيالۍ پای ته ورسېدې.

په يادو سياليو کې له کابل، غزني، لوگر، باميان او کوربه ميدان وردگ ولایت څخه پهلوانانو په بېلابېلو وزني او عمري کټگوریو کې گډون کړی وو، چې په پايله کې ميدان وردگ لومړی، غزني دويم او لوگر بيا درېيم مقام خپل کړ.

د ويلو وړ ده، چې د دغو سياليو د پای په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې مشاور او د پهلوانۍ ملي فدراسيون رئيس قاري حيات الله رحماني، د ياد ولايت د ورزش آمر ذبيح الله وهاج، د بېلابېلو فدراسيونونو استازو او گڼ شمېر مينوالو گډون کړی وو.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

BACK TO NEWS