کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ شپنۍ سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په شېرخان بندر سيمه کې له پنځو ولايتونو ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې سيالۍ وشوې.
په يادو سياليو کې له بغلان، جوزجان، تخار، بلخ او کوربه کندز ولايتونو څخه پهلوانانو گډون کړی وو، چې په پايله کې يې ۴۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
دا سیالۍ د امام صاحب ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرولو او ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه وشوې، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
