پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې، چې لس ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې اتحاد لوبډلې د ۳ پر ۲ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لېوان کلب لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
