غور؛ مرکز فيروزکوه ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې
د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ووشو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه ښار کې له مرکز او ولسواليو څخه د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۳۰ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.
