هرات کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو اووه دېرشم پړاو سيالۍ وشوې
د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو او سپورت سبک اووه دېرشم پړاو سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۲۰ ورزشکارانو برياوې خپلې کړې.
د يادو سياليو موخه د غوره ورزشکارانو موندل او د ورزشکارانو روحيه پياوړي کول و، د سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
