د تکواندو اته کسیزه لوبډله اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه منګولیا هېواد ته روانه شوه
د افغانستان تکواندو اته کسیزه لوبډله، چې دوه روزونکي او شپږ ورزشکاران پکې شامل دي، اسیایي سیالیو ته د لار موندنې په موخه منګولیا هېواد ته روانه شوه.
دغې لوبډلې له تګ وړاندې د هېواد د ورزش ادارې له رئیس مولوي احمد الله وثیق او د دې ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ سره وکتل، په یاده لیدنه کې د ورزش ادارې عمومي رئیس ورزشکارانو ته لازمې لارښوونې وکړې او په سیالیو کې یې د بریا دعا ورته وکړه.
یادې سیالۍ د منګولیا هېواد په کوربتوب د ګڼ شمېر اسیایي هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۲۱مه پیلېږي او تر ۲۵مې به دوام وکړي.
