لغمان؛ علينگار ولسوالۍ کې د واليبال ټورنمنټ پای ته ورسېد
د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د علينگار ولسوالۍ په شاهي منار ورزشي لوبغالي کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ د شمس بابا خصوصي ښوونځي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
د يادو سياليو په پايلوبه کې شمس بابا خصوصي ښوونځي لوبډلې خپلې سيالې منگو جانباز کلب لوبډلې ته د ۳-۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې، چې ۱۲ ورځې يې دوام وکړ.
