پکتیکا، ارګون ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې طوفان غوچ لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې ماما پیر لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
