د بغلان پوهنتون محصلينو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې
د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د بغلان پوهنتون ۵۰ تنو محصلینو ترمنځ د افغانستان ا.ا نظامي ځواکونو د ملاتړ په موخه د کورش سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پایله کې ۲۵ کورشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې او د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.
