کابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رګبي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org2_admin
Sun, May 10 2026 3:34 PM
کابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رګبي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رګبي ملي فدراسیون له لوري د ياد رياست په غازي سټيډيوم کې د کابل او کاپيسا ولايتونو څخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د کابل رګبي لوبډلې ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې.

په دغو سياليو کې له کابل څخه آريانا، خراسان او افغان کينګ لوبډلو او د کاپيسا يوې لوبډلې ګډون کړی دی، چې په لومړۍ لوبه کې خراسان لوبډلې خپلې سیالې افغان کينګ لوبډلې ته د ۱۰/۰ نومرو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.

دغه سيالۍ، چې يوه ورځ به دوام وکړي، په پايله کې به يې ۱۲ ورزشکاران د کابل رګبي لوبډلې ته وټاکل شي.

د يادو سياليو موخه د کابل رګبي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل دي؛ چې په پای کې به يې غوره لوبډلو او ورزشکارانو ته کپ او مډالونه ورکړل شي.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئيس مولوي احمد الله وثیق، ورزش ادارې د رهبري غړو، د رګبي ملي فدراسيون سرپرست عبدالباري ګزنګ، د ورزش ادارې مسوولینو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS