هرات کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووينام سيالۍ وشوې
د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ووينام ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووينام سيالۍ وشوې.
د يادو سياليو موخه د غوره ورزشکارانو موندل و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ؛ د سياليو په پای کې ۲۵ غوره ورزشکارانو د اتلولۍ حکمونه او مډالونه ورکړل شول.
