بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د درېیوو ولایتونو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې له درېیوو ولایتونو د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې له کابل، پروان او بلخ ولایتونو څخه د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ۸۰ ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې د بلخ ولایت لومړۍ لوبډلې لومړی مقام، د بلخ دویمې لوبډلې دویم مقام او کابل لوبډلې بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.
