د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ مرکزي پلاوی د یوې ناستې په ترڅ کې وستایل شو

org_admin
Tue, May 05 2026 8:02 AM
د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ مرکزي پلاوی د یوې ناستې په ترڅ کې وستایل شو

د المپیک، بدني رزونې او ورزش عمومي ریاست اړوند د اس ځغلونې ملي فدراسیون له لوري د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ مرکزي پلاوی، چې له کابل څخه یې د دغو سیالیو د لا ښه ترسره کېدو په موخه ګډون کړی و، د اس ځغلونې ملي فدراسیون له لوري وستایل شو.

د ستاینې په دغه پروګرام کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د المپیکي چارو او اس ځغلونې ملي فدراسیون رئیس داد محمد پاینده اختري او په دغه ټورنمنټ کې برخه اخسیتونکو ګډون کړی و.

په پیل کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق ګډونواله ته ښه راغلاست ووایه او د دغو سیالیو د ښه ترسره کولو لپاره یې له ټولو ځانګړې مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې د ورزش په هره برخه کې لا فعاله ونډه واخلي او تلپاتې همکاري وکړي.

د ستاینې دغه پروګرام په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې یوه اوونۍ وړاندې د هرات ولایت په کوربتوب د ۱۳ ولایتونو ترمنځ د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمټ ترسره شو، چې په پایله کې د مختلفو ولایتونو اس ځغلونکو لومړي، دویم، درېیم او څلورم مقامونه وګټل او د هیواد په کچه ۲۰ اس ځغلونکي او ۲۰ اسونه د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شول.

د یادونې وړ ده، چې د دغې پروګرام په پای کې په دغو سیالیو کې ګډون کوونکي پلاوي ته د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د المپیکي چارو او د اس ځغلونې ملي فدراسیون د رئیس داد محمد پاینده اختري له لوري ستاینلیکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS