هرات مرکز کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک جيتسو سيالۍ وشوې
د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک جيتسو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو د کيک جيتسو سبک اوولسم پړاو سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ د تک فايټ په ډول ترسره شوې، چې په پايله کې ۳۵ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د يادو سياليو موخه رزمي لوبو ته وده ورکول او راتلونکو سياليو ته د ورزشکارانو لا ښه چمتوالی و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
