پکتیا؛ په مرکز ګردېز ښار کې د ۵۲ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنيزې سيالۍ وشوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار سیار ورزشي کمپ کې د ۵۲ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ وشوې.
دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۲۲ تنه غوره ورزشکاران د یاد ولایت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
هېره دې نه وي چې د دغو سياليو موخه د پکتيا ولايت منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل وو چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
