د هرات ولایت د جوجیتسو فدراسیون ولایتي اوپن کامبت ټورنمنټ پرون په میرویس صادق جمنازیوم کې ترسره شو.
د هرات ولایت په کوربه توب، د هرات، فراه، بادغیس او غور ولایتونو ۸۰ تنو ورزشکارانو د ځوانانو او نوي ځوانانو په کټګوریو کې سیالۍ وکړې.
د سیالیو په پای کې هرات ولایت لومړی، فراه دویم او بادغیس او غور ولایتونو په ترتیب سره دریم او څلورم مقامونه خپل کړل.
