بدخشان؛ مرکز فيض اباد ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال الف ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې
د بدخشان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد مرکز فيض اباد ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال الف ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې ستاره لوبډلې خپلې سیالې طلوع داريم لوبډلې ته د ۵/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو جلبول او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو لېري والی، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
