د ورزش ادارې او NOVE Caring Human مؤسسې ترمنځ د همکاري هوکړه لاسلیک شو

org2_admin
Wed, Apr 29 2026 8:55 AM
د ورزش ادارې او NOVE Caring Human مؤسسې ترمنځ د همکاري هوکړه لاسلیک شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او NOVE Caring Human اېټالوي مؤسسې ترمنځ د بامیان ولایت د ورزشي جمنازیوم د بیا رغونې په برخه کې د همکاري ګډ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس له یادې مؤسسې مننه وکړه، چې افغانستان کې د ورزش په برخه کې دوامدار کار کوي. ښاغلي وثیق ورزش یوه غیر سیاسي برخه وبلله او زیاته یې کړه، چې ورزش تل ملتونه، قومونه او آن هېوادونه له یو بل سره یو ځای کړي دي. دغه راز ښاغلي وثیق زیاته کړه، چې معلول ورزشکاران د ژوند له یو شمېر برخو څخه محروم دي، نو دوی ته پاملرنه د اهمیت وړ ده.

همداراز د یادې مؤسسې مشر البرت کایرو ورزش د ژوند یو مهم اصل وباله او زیاته یې کړه، چې هڅه کوي په افغانستان کې د معلولو خلکو او ورزشکارانو لپاره لا زیاتې آسانتیاوې برابرې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش اړوند ورزشي جمنازیوم د بیا رغونې چارې به د یادې مؤسسې له لوري د ۲۵ زره ۵۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت ترسره شي، چې معلولو ورزشکارانو ته به د لوبو او تمرین کولو ښه زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې دی، چې NOVE Caring Human اېټالوي مؤسسه له ۳۶ کالونو راهیسې په افغانستان کې د معلولیت لرونکو خلکو لپاره کار کوي او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې د معلولو ورزشکارانو لپاره ورزشي اماکن جوړ کړي دي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS