جوزجان؛ قرقین ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قرقين ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې ازادي قرقین لوبډلې خپلې سیالې ای يولدوز خماب لوبډلې ته د ۳/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول، د ځوانانو روحيه پياوړي کول او ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
