د غمرازۍ پېغام
په ډېرې خواشینۍ سره یادونه کوو، چې د افغانستان د سنوکر او بیلیارد ملي فدراسیون رئیس وحید الله اصغري د ناڅرګندو کسانو له خوا په شه.اد.ت رسېدلی.
د ورزش ادارې رهبري د نوموړي په مړینه خپله ژوره خواشيني څرګندوي، نوموړي ته د جنت الفردوس او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي او د ورزش په برخه کې د مرحوم کړیو خدمتونو ته په درنه سترګه ګورو. موږ د اړوند ارګانونو له لوري د پېښې د پلټنې ډاډ ورکوو، ترڅو د پېښې نوعیت معلوم او عاملین یې په ګوته شي.
انا لله و انا الیه راجعون
