جوزجان؛ قوشتپه ولسوالۍ کې د کورش سيمه ييزې سيالۍ وشوې
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د قوشتپې ولسوالۍ په چقمه چقر سيمه کې د ۳۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پایله کې د ۳ جوړو لوبې مساوي او ۱۲ کورشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه د کورش ورزش ژوندی ساتل او د ځوانانو ورزشي روحيه پياوړي کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
