بلخ لوبډلې د شمال زون په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږي، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د شمال زون په کچه فوټبال سيالۍ د بلخ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په يادو سياليو کې د سرپل، فارياب، جوزجان، سمنگان او کوربه بلخ لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايلوبه کې يې بلخ لوبډلې د ۹-۷ گولونو په توپير خپلې سيالې فارياب لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ د شمال زون په کچه د غوره لوبغاړو موندلو په موخه وشوې، چې پنځه ورځې يې دوام وکړ.
