لوگر؛ خروار ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خروار ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې کابل جوزي لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۰۲ منډو هدف وټاکه په مقابل کې منګولوب اتلانو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۷ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۲۵ منډو په توپیر وبايلله.
د يادو سياليو موخه د ټېپ بال کرېکټ ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې ۲۰ ورځې يې دوام وکړ.
