زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د یونی فایټ سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له درېیوو کلبونو د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د یونی فایټ سیالۍ ترسره
دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې د استاد عبدالحق کلب ورزشکارانو لومړی، رؤفي کلب دویم او شمس الحق کلب بیا درېیم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
