د فوټبال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې ازبکستان ته ماته ومنله
له ۱۷ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د منځنۍ اسیا ۲۰۲۶ اتلولي سیالیو خپله درېیمه لوبه ازبکستان ته د ٣ - ٠ ګولونو په توپیر بایلوده.
افغان ملي لوبډلې له خپلو درې سیالیو څخه دوه د ازبکستان او قرغیزستان پر وړاندې بایللي او یوه یې له ترکمنستان سره مساوي کړې ده، چې خپله څلورمه لوبه کې به راتلونکې شنبه ( د وري ٢١مه) د تاجکستان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
یادې سیالۍ د ازبکستان په کوربه توب په پلازمېنه تاشکند ښار کې د پنځه هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۵مه پیل شوي او تر ۱۴مې به دوام وکړی.
