خبرتیا!
د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو محترمو ورزشي رئیسانو، آمرینو او د ورزشي فدراسیونونو رهبري!
د ورزش ادارې د عصریې د وېش مؤظف کمیسیون له لوري د ملي لوبډلو د ولایتي ورزشکارانو، روزونکو او مرستیال روزونکو د ١٤٠٤ کال د عصریې د وېش پر دوام د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو د ملی لوبډلو د عصریې وېش د سه شنبې ورځ، د ١٤٠٥ لمریز کال د وري په ١٨مه نېټه د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست کې ترسره کېږي.
د یادو ولایتونو د ملي لوبډلو ورزشکاران، روزونکي او مرستیال روزونکي دې د عصریې د اخیستلو لپاره له اصلي تذکرې او اصلي هویت کارت سره د سه شنبې په ورځ، د ١٤٠٥ لمریز کال د وري په ١٨مه نېټه د سهار په ١٠:٠٠ بجو د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست ته مراجعه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د عصریې وېش یوازې د یوې ورځې لپاره دی.
درنښت
د عصریې د وېش مؤظف کمیسیون
