خبرتیا!

org2_admin
Mon, Apr 06 2026 8:39 AM
خبرتیا!

د سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو محترمو ورزشي رئیسانو، آمرینو او د ورزشي فدراسیونونو رهبري!

د ورزش ادارې د عصریې د وېش مؤظف کمیسیون له لوري د ملي لوبډلو د ولایتي ورزشکارانو، روزونکو او مرستیال روزونکو د ١٤٠٤ کال د عصریې د وېش پر دوام د سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو د ملی لوبډلو د عصریې وېش د دوشنبې ورځ، د ١٤٠٥ لمریز کال د وري په ١٧مه نېټه د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست کې ترسره کېږي.

د سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب د ملي لوبډلو ورزشکاران، روزونکي او مرستیال روزونکي دې د عصریې د اخیستلو لپاره له اصلي تذکرې او اصلي هویت کارت سره د دوشنبې ورځ، د ١٤٠٥ لمریز کال د وري په ١٧مه نېټه د سهار په ١١:٠٠ بجو د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست ته مراجعه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د عصریې وېش یوازې د یوې ورځې لپاره دی. همداراز د بدخشان، تخار، کندز او بغلان ولایتونو غیر حاضران هم کولی شي، چې په بلخ ولایت کې خپله عصریه ترلاسه کړي.

د ورزشي فدراسیونونو مسؤولان مکلف دي، چې پر وخت سره ورزشکارانو،روزونکو او مرستیال روزونکو ته دغه خبرتیا ورسوي.

درنښت

د عصریې د وېش مؤظف کمیسیون

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS