د بډمنټون ملي فدراسیون او نجیب تلاش خیریه بنسټ ترمنځ د ګډې همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

org_admin
Thu, Apr 02 2026 4:46 PM
د بډمنټون ملي فدراسیون او نجیب تلاش خیریه بنسټ ترمنځ د ګډې همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د بډمنټون ملي فدراسیون او نجیب تلاش خیریه بنسټ ترمنځ د ٢٠٢٦ کال کابل بډمنټون اتلولي سیالیو د مالي ملاتړ ګډ هوکړه لیک لاسلیک شو، چې له مخې به یې یاد خیریه بنسټ په کابل کې د بډمنټون راتلونکو اتلولي سیالیو مالي ملاتړ پر غاړه لري.

د یاد هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست فني او میلکي مرستیال حافظ احمدجان ځداراڼ، د المپیکي چارو رئیس داد محمد پاینده اختري، د نجیب تلاش خیریه بنسټ رئیس نجیب الله تلاش او د ورزش ادارې رهبري غړو ګډون کړی و.

د غونډې پر مهال د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق له نجیب تلاش خیریه بنسټ څخه مننه وکړه، چې تل یې په هېواد کې د ورزش د ودې په برخه کې د ورزشکارانو ملاتړ کړی دی.

ښاغلي وثیق همداراز زیاته کړه، چې افغانستان کې د پام وړ امنیت له امله د ورزش په ګډون په بېلابېلو برخو کې بېساري پرمختګونه شوي دي. افغان ورزشکارانو د ورزش ادارې په ملاتړ په نړۍوالو سیالیو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي دي.

نوموړي زیاته کړه: ((خصوصي سکتور د ورزش د ودې په برخه مهم رول لري او موږ هڅه کوو، چې د ورزش د ودې لپاره د خصوصي سکتور او خیریه بنسټونو پام ځان ته را جلب کړو.))

په ورته وخت کې د یاد خیریه بنسټ اجرائیه رئیس نوید قادري خوښي څرګنده کړه، چې یو ځل بیا یې د خپل خیریه بنسټ له لارې د هېواد د ورزشکارانو د ملاتړ فُرصت موندلی دی. نوموړي همداراز له ورزشکارانو هیله وکړه، چې په نړۍوالو سیالیو کې هم ښې لوبې وکړي ترڅو د هېواد لپاره د پام وړ لاسته راوړنې ولري.

ټاکل شوې، چې د کابل ولایت د بډمنټون ټاکنیزې سیالۍ به د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو او ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د روانې اپرېل میاشتې په ۲۳مه نېټه پیل شي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS