بدني روزنې او سپورت عمومي رييس د پهلوانۍ ورزشکارانو ستاينه وکړه.
یکشنبه ١٢ د مرغومی١٤٠٠
سمیر هیبت
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او د المپیک ملي کمېټې سرپرست انجنیر نظرمحمد مطمین نن له غرمې مخکې د هغو اتلو ورزشکارانو ستاینه وکړه چې یې د کابل زون په سیالیو کې برخه اخیستې وه.
ښاغلي مطمئن د خپلو خبرو کې د کابل زون د سیالیو د ترسره کولو له امله د غیږ نیونې فدراسیون له مشرتابه مننه وکړه او ویې ویل راځئ چې ټول لاسونه سره یو کړو او ورزش د پرمختګ ته کار وکړو.
او زیاته کړه د غیږ نیونې فدراسیون دا لوبې دا ښیي چې ورزش لا هم ژوندی دی او د ورزشي فدراسیونونو له ټولو دویمو واحدونو یې وغوښتل چې له مرکز سره همکاري وکړي او په ولایتونو کې لا زیات فعالیتونه وکړي.
دغه سيالۍ د لیندۍ د مياشتې په ٢٣مه نېټه د بدني روزنې او ورزش د عمومي رياست په ٢٥٠٠ کسیز په جمنازيوم کې د کابل زون د ٢٦ کلپونو له ٢٠٠ څخه د زياتو ورزشکارانو په ګډون وشوې.
