هلمند؛ بهرامچې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ستورو لوبډلې په اتلولی پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ستورو لوبډلې له خپل ١٤٠ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ١٢ منډو په توپیر خپلې سیالې سپین غر لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د اختر په مناسبت ترسره شوې، چې ١٢ ورځې یې دوام وکړ.
