بغلان؛ د بغلان او سمنگان ولايتونو پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ ترسره شوې
د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې د بغلان او سمنګان ولایتونو ۴۶ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د تک فايټ په ډول ترسره شوې، چې په پايله کې د ۳ جوړو لوبې مساوي شوې او ۲۰ پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د يادو سياليو موخه د پهلوانۍ ورزش ته وده ورکول او د پهلوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، د سياليو په پای کې غوره پهلوانانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
