جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز شبرغان ښار په تيمور کلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې باز محمد ترکمن لوبډلې خپلې سیالې بلاروس لوبډلې ته د ۳/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول او له مرکز څخه کلیو ته د ورزش انتقالول و، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.
