دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشترلي ولسوالۍ کې د کوچني اختر جام په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې پیل شوې وې د شاهین پيشدرم لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې شاهين پيشدرم لوبډلې خپلې سیالې نوجوانان ياران لوبډلې ته د ۵/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول ا، د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
