میدان وردګ؛ سید آباد ولسوالۍ کې د ٦٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د ٦٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ اختریزې سیالۍ د سلطان ځواک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې سلطان ځواک لوبډلې له خپل ٩٥ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ٢٠ منډو په توپیر یې خپلې سیالې ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
