ميدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د ۵۰ غشي ويشتونکو ترمنځ د غشي ويشتلو سيالۍ ترسره شوه
د ميدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په چک ولسوالۍ کې له دوو کلیو د ۵۰ غشي ويشتونکو ترمنځ د غشي ويشتلو سيالۍ ترسره شوه.
د يادې سيالۍ په پای کې د محمد یارخېلو لوبډلې د ١٤٣ پر ١٣٨ نمرو په توپیر خپلې سيالې آدم خیلو لوبډلې ته ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
