کندز؛ د هېواد شپږو ولایتونو کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د کورش ملي فدراسيون له لوري په ياد ولايت کې د بغلان، بلخ، فارياب، سمنګان، تخار او کندز ولایتونو د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو دوستانه سياليو په پايله کې ۵۰ کورشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د ډاليو ګټونکي شول.
