بلخ ؛ شولګرې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ تر سره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ تر سره شوې .
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د اسدالله سیال لوبډلې خپلې سیالې د حلقه جر لوبډلې ته د یو پر صفر ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
یادې سیالې د کوچني اختر په مناسبت او د والیبال لوبو ته د ځوانانو هڅولو او یووالي په موخه تر سره شوې چې یوه ورځ يې دوام وکړ.
