کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې اختریزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د یادو سیالیو په پای کې دوه آخراولاقه اعلان شول، چې لومړی یې توشن پهلوان او دویم یې نور محمد پهلوان د حلال تر دایرې ورسول او د ډالیو ګټونکي شول.
