غزني؛ اندړ ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندړ ولسوالۍ کې د اتلانو جام په نوم د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې، چې يوه مياشت به دوام وکړي.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ملا ګلان لوبډلې خپلې سیالې سرحدي اتلانو لوبډلې ته د ۱/۰ ګول په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د کوچني اختر نمانځل او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول دي.
